په جوزجان ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو د نویو ودانیو جوړولو او ترمیم چارې بشپړې شوې

media-moe
Tue, Apr 14 2026 11:51 AM
شسطظط

په جوزجان ولایت کې د ۴ بابه ښوونځیو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو چارې، چې د نږدې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ ترسره شوې وې، بشپړې او د پوهنې مسوولینو، ولایتي چارواکو او سیمه‌ییزو ادارو د استازو په حضور کې په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د جوزجان والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي، د دغو پروژو د پرانیستې پر مهال د ښوونې او روزنې پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل: «د پوهنې په برخه کې پانګونه د یوې ټولنې د پرمختګ او پراختیا بنسټ بلل کېږي او راتلونکی نسل باید د علم او پوهې په زیور سمبال شي، ترڅو د هېواد د ابادۍ او پرمختګ په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.»
بل‌خوا د یاد ولایت پوهنې مسوولینو هم د همکارو بنسټونو له مادي ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې یادو پروژو کې؛ د شبرغان ښار اړوند شکرک کلي د منځني ښوونځي لپاره د ۵ درسي خونو جوړول، د آقچې ولسوالۍ د بیش‌اریغ کلي لومړني ښوونځي ودانۍ رغول، د شبرغان د چګدلک منځني ښوونځي لپاره د ۵ درسي خونو له احاطوي دېوال سره او د آقچې ولسوالۍ د چکش سربند کلي لومړني ښوونځي ترمیم شامل دی.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS