پکتیا ولایت کې له یو ښوونځي سره د څه کم ۴۰ زره افغانیو مرسته وشوه
د قومي مشرانو له لوري د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالۍ اړوند د سري قلعه منځني ښوونځي سره د ۳۹ زره او ۲۰۰ افغانیو نغدي مرسته وشوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي، د خلکو له خوا د پوهنې له ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې دغه مرسته د لمریزې برېښنایي سیسټم نصبولو، درسي خونو فرش کولو او د یاد ښوونځي لپاره د ځینو اداري وسایلو د برابرولو په موخه لګول شوې ده.
