سرپل ولایت کې د ۶۵۰ زره افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
Sat, Apr 18 2026 11:47 AM
سیب

د سرپل ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند «د منبع‌العلوم روحانیه» دیني مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یادې ولسوالۍ پوهنې مسوولینو په حضور کې کېښودل شوه. دغه ودانۍ پر نیم جریب ځمکه کې، چې د سیمې د یو تن علم‌پرور اوسېدونکي له لوري وقف شوې، جوړېږي.
د چمتو شوي پلان له مخې، پورته ذکر شوې ودانۍ به په یو پوړ کې جوړه شي، چې شپږ درسي ټولګي او دوه اداري خونې به ولري. د یادې ودانۍ ټولیز لګښت شاوخوا ۶۵۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د یاد ولایت پوهنې چارواکي وایي، د دغې مدرسې جوړول به د سیمې د ماشومانو د دیني او عصري زده‌کړو لاسرسي په ښه‌والي کې مهم رول ولوبوي او زده‌کوونکو ته به د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر کړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS