د جوزجان پوهنې ریاست ته د سیمهییزو ښوونځیو جوړولو لپاره شاوخوا ۵ زره متره مربع ځمکه ډالۍ شوه
د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د یاد ولایت یو شمېر علمپروره اوسېدونکو د سیمهییزو ښوونځیو جوړولو په موخه ۵ زره متره مربع ځمکه پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
د جوزجان پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعلجان راشد وویل: د قوشتپې ولسوالۍ اړوند تراغلي کلي یوه اوسېدونکي خپله ۲ زره متره مربع شخصي ځمکه، چې ارزښت یې تر یو میلیون افغانیو زیاتېږي او همداراز د خواجه دوکوه ولسوالۍ د بایلبجر کلي یوه بل شخصیت خپله ۳ زره متره مربع شخصي ځمکه د سیمهییزو ښوونځیو جوړولو لپاره پوهنې ریاست ته سپارلې ده.
