د جوزجان پوهنې ریاست ته د سیمه‌ییزو ښوونځیو جوړولو لپاره شاوخوا ۵ زره متره مربع ځمکه ډالۍ شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۴۴
aedqa

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د یاد ولایت یو شمېر علم‌پروره اوسېدونکو د سیمه‌ییزو ښوونځیو جوړولو په موخه ۵ زره متره مربع ځمکه پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
د جوزجان پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعل‌جان راشد وویل: د قوش‌تپې ولسوالۍ اړوند تراغلي کلي یوه اوسېدونکي خپله ۲ زره متره مربع شخصي ځمکه، چې ارزښت یې تر یو میلیون افغانیو زیاتېږي او همداراز د خواجه دوکوه ولسوالۍ د بای‌لبجر کلي یوه بل شخصیت خپله ۳ زره متره مربع شخصي ځمکه د سیمه‌ییزو ښوونځیو جوړولو لپاره پوهنې ریاست ته سپارلې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د درخان منځني ښوونځي ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت خاش ولسوالۍ اړوند درخان منځني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد، مسوولینو، علماءکرامو او د سیمې د مخورو په حضور کې کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۵
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو ته د ۳۷۰ تنو کډوالو ماشومانو جذب په موخه ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست اووم، اتم او نهمو ټولګیو ته د شاملېدو په موخه له ۳۷۰ تنه راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۱
Background image

په زابل ولایت کې د څه باندې نیم میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ د ګلزار کلي د ګلزار لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د سیمې د خلکو له لوري پر وقف شوې ۱.۵ جریبه ځمکه کې کېښودل شوه.
د پوهنې مسوولینو په وینا؛ دغه. . .

BACK TO NEWS