له ښوونیزنظام سره د خلکو د همکاریو په دوام، دا ځل په بادغیس ولایت کې پوهنې ته ۴ زره متره مربع ځمکه وقف شوه
د بادغیس ولایت د قادس او تګابعالم ولسوالیو معارفپالو خلکو خپله شاوخوا ۴۰۰۰ متره مربع شخصي ځمکه، چې ارزښت یې ۵۰۰ زره افغانیو ته رسېږي، په قادس ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې او د تګابعالم ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي جوړولو لپاره پوهنې ریاست ته ډالۍ کړه.
د بادغیس پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محب الله احسان، د پوهنیز نظام څخه د خلکو د ملاتړ ستاینه وکړه او له خلکو یې وغوښتل چې له پوهنې سره خپلې همکارۍ دوامدارې وساتي.
