له ښوونیزنظام سره د خلکو د همکاریو په دوام، دا ځل په بادغیس ولایت کې پوهنې ته ۴ زره متره مربع ځمکه وقف شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۴۹
ad

د بادغیس ولایت د قادس او تګاب‌عالم ولسوالیو معارف‌پالو خلکو خپله شاوخوا ۴۰۰۰ متره مربع شخصي ځمکه، چې ارزښت یې ۵۰۰ زره افغانیو ته رسېږي، په قادس ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې او د تګاب‌عالم ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي جوړولو لپاره پوهنې ریاست ته ډالۍ کړه.
د بادغیس پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محب الله احسان، د پوهنیز نظام څخه د خلکو د ملاتړ ستاینه وکړه او له خلکو یې وغوښتل چې له پوهنې سره خپلې همکارۍ دوامدارې وساتي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې یو ښوونځی ترميم شو

د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند سقاؤه لومړني ښوونځي د ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې وې، د ۵۶ زره او ۵۰۰ افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
یاد ښوونځی د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۳:۱۲
Background image

د پوهنې وزارت د علمي څېړنو او تدارکاتو نوي رئیسان رسماً معرفي شول

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، د ياد وزارت د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست د نوي رئیس او د علمي څېړنو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې یوه ښوونځي لپاره مېزونه او څوکۍ وپېرل شوې

د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند امام باقر لېسې لپاره د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د زده‌کوونکو لپاره مېزونه او څوکۍ پېرل شوې دي.

BACK TO NEWS