د پوهنې وزارت د علمي څېړنو او تدارکاتو نوي رئیسان رسماً معرفي شول
د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاستالوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، د ياد وزارت د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست د نوي رئیس او د علمي څېړنو پخوانی رئیس محترم محمد عثمان حریت، د تدارکاتو ریاست د نوي رئیس په توګه وټاکل شول.
د پوهنې وزارت د کيفيت تضمين معين محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق د پورته ذکر شویو رئیسانو د پېژندګلوۍ پرمهال، د هغوى د اغېزناکو خدمتونو له امله د قدردانۍ ترڅنګ، په ورسپارل شويو مسوولیتونو کې د بریالیتوب او لا ډېرو لاسته راوړنو هیله څرګنده کړه.
په همدې مراسمو کې د تدارکاتو او علمي څېړنو رياستونو نويو رئیسانو، د پوهنې وزارت د رهبرۍ له باور او ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ، له ټولو کارکوونکو وغوښتل، چې د ورسپارل شویو دندو د اغېزمن ترسره کولو لپاره له اړوندو ادارو سره صادقانه او هر اړخیزه همکاري وکړي.
