غزني کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه
د غزني ولایت آببند ولسوالۍ اړوند اصحاب صفه مدرسې نوې ودانۍ، چې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د یوه خیرخواه شخص په مالي همکارۍ جوړه شوې، چې یو محراب جومات، څلور درسي ټولګي او د منظمې برېښنا اسانتیاوې لري.
د دغې پروژې د پلي کېدو موخه د دیني زدهکړو لا پراختیا، د طلابو لپاره د مناسب ښوونیز چاپېریال برابرول او د یادې مدرسې د تدریسي امکاناتو پراخول دي.
