د پروان ولایت په اړوندو سیمو کې د صنفي اصولو ښوونکو لپاره ښوونیز ورکشاپ پرانیستل شو

media-moe
Wed, Jun 10 2026 3:57 PM
منتمن

د پروان ولایت د شیخ علي ولسوالۍ د صنفي اصولو ۲۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې زده‌کړې او ښوونې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د پروان ولایت پوهنې رئیس، الحاج مولوي محمد فرید حقاني، د یاد ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د ښوونې او روزنې پر اهمیت او د وړتيا لوړونې پروګرامونو پر ارزښت خبرې وکړې.
نوموړي دغه راز د ښوونې او روزنې د کیفیت په ښه والي کې د ورته روزنیزو پروګرامونو رول مهم وباله او له ګډونوالو ښوونکو یې وغوښتل چې له دغه روزنیز فرصت څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا، د تدریس د نويو لارو چارو د ترویج او د زده‌کړو د کیفیت لوړولو په موخه ترسره کېږي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS