د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

media-moe
Sat, Jun 13 2026 11:42 AM
454

۱- د زابل ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په ګډون د یاد ولایت میزانې ولسوالۍ اړوند مصباح العلوم دیني مدرسې لپاره د ۶ درسي ټولګیو جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یادو ټولګیو جوړولو ټولیز لګښت ۸۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د سیمې د خلکو لخوا ورکول کېږي او په جوړېدو سره به له ۱۳۰ څخه زیاتو زده‌کوونکو ته مناسب او معیاري درسي چاپېریال برابر شي.

۲- د پوهنې وزارت له لوري د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چاپ شوي اداري اسناد او فورمې ولېږدول شوې.

۳- د کابل ښار د ښوونځیو ۱۳۸ تنو ښوونکو ته د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د صنفي اصولو مدیریت په اړه درې ورځنۍ روزنیزه ناسته د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ پیل شوه.
د دغې روزنیزې ناستې موخه د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا، د صنفي مدیریت مهارتونو لوړول او د زده‌کوونکو د زده‌کړو کیفیت ښه کول دي.

۴- د پکتیا ولایت لژه منګل ولسوالۍ اړوند په ۵ ښوونځیو کې د ۱۲۳ زره او ۴۵۰ افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټمونه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

۵- د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس محترم الحاج مولوي موسی جان آغا، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس، محترم قاري عنایت الله سهار سره وکتل.

۶- د بامیان ولایت پوهنې ریاست لخوا د «ښوونکو لپاره د اغېزمنې ښوونې او زده کړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی ښوونیز پروګرام د یاد ولایت د مرکز اړوندو ښوونځيو ۷۶ تنو آمرینو او ښوونکو لپاره پیل شو.

۷-د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنې ښار کې د بي بي عایشه صدیقه (رضی الله عنها) دیني مدرسې نوې ودانۍ د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

۸- د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ښوونکو، مدیرانو او سرښوونکو لپاره د «اغېزمنې زده کړې» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتيا لوړونې شپږ ورځنی ښوونیز پروګرام، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې پیل شو.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS