د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو رئیس پنجشېر ولایت ته سفر وکړ

media-moe
Wed, Jul 01 2026 11:42 AM
سطزرط

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو رئیس مولوي سید موسی جان، د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي محمود طالب ثاقب سره وکتل.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د ښوونې او روزنې د کیفیت ښه والي، د ښوونیزو پروګرامونو پلي کېدو او د اړوندو څانګو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
ورپسې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو رئیس د پنجشېر د پوهنې ریاست له پلاوي سره یوځای د یاد ولایت په مرکز کې د بي بي حوا او بي بي آمنې له ښوونځیو څخه لیدنه وکړه او د درسي پلانونو د پلي کېدو، د حفظ‌‌الصحې پروګرامونو او د څلورم، پنځم او شپږم ټولګیو زده‌کوونکو ته د اوسپنې او فولیک اسید ګولیو د وېش بهیر وڅاره.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS