په جوزجان ولایت کې د ښوونځیو د تدریسي مسوولینو لپاره علمي ورکشاپ پیل شو
د جوزجان ولایت پوهنې ریاست، د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د تدریس او ښوونیز مدیریت د کیفیت ښه والي په موخه، د ښار او ولسوالیو په کچه د ۶۷۵ تنو ښوونکو، د ښوونځیو مدیرانو او د ښوونیزو بنسټونو د شوراګانو غړو لپاره د مسلکي ظرفیت لوړونې علمي ورکشاپ پیل کړ.
د یاد ریاست د مسوولینو په وینا، په دغه ورکشاپ کې ۳۰۰ تنه ښوونکي، ۷۵ تنه د ښوونځیو مدیران او ۳۰۰ تنه د ښوونیزو بنسټونو د شوراګانو غړي ګډون لري.
یاد ورکشاپ د ښوونکو لپاره شپږ ورځې، د ښوونځیو د مدیرانو لپاره پنځه ورځې او د ښوونیزو بنسټونو د شوراګانو د غړو لپاره دوه ورځې دوام کوي.
