د سړو سیمو او ولایتونو د څلورنیم میاشتنیو ازموینو د پیل او د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د اوړي رخصتیو په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
Wed, Jul 01 2026 3:55 PM
sfzsfc

د پوهنې وزارت د لایحې له مخې، د هېواد د سړو سیمو او ولایتونو په ښوونځيو کې د څلورنیم میاشتنیو ازموینو بهیر په لاندې ډول پیلېږي:
* له لومړي څخه تر درېیم ټولګي پورې د ابتدایه دورې د زده‌کوونکو څلورنیم میاشتنۍ ازموینې د چنګاښ/سرطان په ۲۵مه نېټه پیلېږي او د همدې میاشتې تر پایه به پای ته ورسېږي.
* له څلورم تر دولسم ټولګي پورې د ښوونځيو څلورنیم میاشتنۍ ازموینې د چنګاښ/سرطان په ۱۵ نېټه پیلېږي او د همدې میاشتې تر پایه به دوام ولري.
* همدارنګه د اوړي رخصتۍ به د یادو ازموینو له پای ته رسېدو وروسته پیل او د زمري/ اسد میاشتې تر ۱۰مې نېټې پورې به دوام ولري.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS