د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

media-moe
Sat, Jul 04 2026 9:47 AM
xzc\c

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني،  روزنيزو او څارنيزو فعاليتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې بېلابېلې مهمې کړنې ترسره کړې، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
 د دعوت او ارشاد ریاست د څارنيزو ټیمونو له لوري د کابل ښار اړوندو ۲۵ بابه خصوصي او ۲ بابه امارتي ښوونځيو درسي بهير وڅارل شو.
د څارنې او ارزونې پر مهال د تعلیمي نصاب د تطبیق، د سیرت او صورت، نظم او ډسپلین، اخلاقي وضعیت او د ښوونیز چاپېریال اړوند بېلابېل موارد و ارزول شول. همداراز د چارو لا ښه والي او د احتمالي نیمګړتیاوو رفع کولو لپاره اړینې سپارښتنې او لارښوونې هم وړاندې شوې.
په ورته مهال د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د دعوت او ارشاد ریاست مسوولينو او د کابل ښار اړوندو تعليمي حوزو د آمرينو ترمنځ ناسته ترسره شوه، کوم چې اساسي موخه يې د تعليمي ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکاريو پياوړتيا وه٠
  دغه راز  د هېواد په کچه د ولایتونو د دعوت او ارشاد ادارو، د ولسوالیو پوهنې امریتونو، امارتي او خصوصي ښوونځیو، مدارسو او خصوصي ښوونیزو مرکزونو کې د دعوت او ارشاد د نصاب تدریسي بهیر په منظم ډول روان دی.
دغه نصاب د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا، د ښوونیز چاپېریال د اصلاح او د زده‌کوونکو، ښوونکو او اداري کارکوونکو د فکري او اخلاقي روزنې په موخه تدریسېږي٠ 
ياد تدریس بهیر په دوامداره توګه تر څارنې لاندې دی او د کیفیت د لوړولو لپاره لازمې سپارښتنې او لارښوونې ورکول کېږي.
د دعوت او ارشاد ریاست د روانو فعالیتونو موخه په ښوونیز نظام کې د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو پیاوړتیا، د اداري او تعلیمي چارو ښه تنظیم او د سالم، منظم او اغېزمن ښوونیز چاپېریال رامنځته کول دي. دغه ریاست ژمن دی چې د خپلو دیني، تربیوي او څارنيزو مسوولیتونو لا ښه ترسره کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS