په غور ولایت کې د ښوونکو او ښوونیزو شوراګانو غړو ته روزنیزه برنامه جوړه شوه

media-moe
Sun, Jul 12 2026 3:36 PM
z\zx\x

په تېرو دوو اوونیو کې د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار د ۱۸ بابه ښوونځیو ۱۸۰ تنو ښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د وړتیا لوړونې روزنیزه برنامه ترسره شوه.
د دغه پروګرام موخه د ښوونکو د مسلکي پوهې او وړتیاوو لوړول، په ښوونځیو کې د ښوونې او زده‌کړې بهیر ښه والی او د پوهنې د چارو په پرمخ‌بېولو کې د ښوونیزو شوراګانو د ونډې زیاتول وو.
 ګډونوالو د تدریس له نویو طریقو، د ټولګي د اغېزمن مدیریت له لارو چارو، د ښوونځي او ټولنې ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د ښوونیزو شوراګانو له رول څخه د زده‌کړې کیفیت په ښه والي او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو کې بلدتیا ترلاسه کړه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS