د فاریاب ولایت ښوونځیو ته د ۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

media-moe
Sun, Jul 19 2026 11:18 AM
85465

د فاریاب ولایت د ښوونځیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د څه باندې ۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ټولټال ۱۵ زره او ۷۷۸ کڅوړې قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، په دغو مرستو کې د ښوونکو لپاره ۵ زره او ۹۲ کڅوړې درسي مرستندویه توکي، د زده‌کوونکو لپاره ۱۰ زره او ۱۸۴ کڅوړې قرطاسیه، ښوونیز بکسونه او نور اړین توکي او همدارنګه د ښوونځیو لپاره ۵۰۲ اداري کڅوړې شاملې دي.
 یادې مرستې د پوهنې له یوې همکارې ادارې څخه د فاریاب ولایت پوهنې ریاست ته ورکړل شوې او په منظم ډول د دغه ولایت پر ښوونکو او زده‌کوونکو ووېشل شوې.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS