د پکتیا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۴۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د درسي او اداري توکو وېش لړۍ بشپړه شوه

media-moe
Sun, Jul 26 2026 3:58 PM
dvfxca

د پکتیا ولایت پوهنې ریاست ته د یوې همکارې ادارې له لوري د څه باندې ۴۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د درسي او اداري توکو وېش بهیر د مرکز ګردېز او ۱۴ ولسوالیو لپاره بشپړ شو.
په یاده توکو کې د ۵۶۶۷ تنو زده‌کوونکو لپاره قرطاسیه، د ۳۲۵۲ تنو ښوونکو لپاره ښوونیز کیټونه، ۳۳۶ اداري کیټونه او ۴۸ زره ۳۸۴ کلچې صابونونه شامل دي، چې د چمتو شوي پلان له مخې  به۳۳۶ بابه ښوونځیو ته ووېشل شي.
د پکتیا پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي، د یادې همکارې ادارې له مرستو مننه وکړه او ویې ویل:« د دغو مرستو په وېش سره به په ښوونځیو کې د درسي توکو د کمښت شاوخوا ۸۰ سلنه ستونزه هواره او د زده‌کړو د کیفیت په لوړولو کې به مهم رول ولوبوي».

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS