د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ ښوونکو ته اصلاحي او ښوونیز سیمینار ترسره شو
د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ اړوندو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سیمینار ترسره شو.
په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغتالله وصیل، د دعوت او ارشاد د چارو د سمون لوی رئیس محترم شیخ محبالله مخلص، د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعهخان سروري، یو شمېر نورو مسوولینو، علماءکرامو او د یادې ولسوالۍ ښوونکو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د پوهنې وزرات د دعوت او ارشاد محترم رٸيس د سيمينار ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او دغه ډول علمي او اصلاحي غونډې يې د ټولنې په هراړخيز معنوي او فکري جوړښت کې خورا اغېزمنې وبللې٠
همدارنګه د پوهنې وزارت مالي او اداري معین ګډونوالو ته، د جماعت د لمانځه د ارزښت او د ښوونکي د دیني او اخلاقي مسوولیتونو په اړه علمي وینا وکړه.
نوموړي له ښوونکو وغوښتل چې د اسلامي شریعت د لارښوونو په رڼا کې د زدهکوونکو ښوونه او روزنه په اخلاص، امانتدارۍ او مسوولیتپالنې ترسره کړي او د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د پلي کېدو په برخه کې له اړوندو مسوولینو سره جدي همکاري وکړي.
دغه راز، د دعوت او ارشاد د چارو د سمون لوی رئیس د اسلامي نظام په چوکاټ کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر ارزښت، د اسلامي اخلاقو پر ترویج، د ټولنیزو اصلاحاتو پر اړتیا او د ښوونکو پر اغېزمن رول هر اړخیزه وینا وکړه او ویې ویل چې ښوونکي د سالمې او بااېمانه ټولنې د بنسټ اېښودونکو په توګه ستر مسوولیت لري.
په همدې حال کې، د بګرامیو ولسوالۍ د ښوونکو استازو د دغه سیمینار له جوړېدو خوښي څرګنده او دا ډول علمي او اصلاحي پروګرامونه یې د ځوان نسل د سالمې روزنې، د اسلامي عقیدې د پیاوړتیا، د فکري انحرافاتو د مخنیوي او د ښوونیز چاپېریال د اصلاح لپاره اغېزمن وبلل.
ویناوالو د حیا او عفت د ارزښت، د نامناسب او پردي فرهنګ د ناوړه پایلو، د لمانځه د مقام او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مسوولیتونو په اړه هم اړین معلومات وړاندې کړل.
دغه علمي او ارزښتناک سیمینار د کابل ولايت د پوهنې رٸيس محترم الحاج مولوي عبدالسلام شعيب، د لنډو لارښوونو او مبارکې دعائیې په ترسره کېدو سره پای ته ورسېد.
