پکتیکا کې له یوه ښوونځي سره د څه باندې ۱۰۰ زره افغانیو مرسته وشوه
د پکتیکا ولایت د زرغونښار ولسوالۍ له «میست سه ګانه» لېسې سره د زدهکوونکو د والدینو شورا له لوري د ۱۱۰ زره افغانیو په ارزښت اړینو دفتري وسایلو مرسته وشوه.
په مرسته شويو توکو کې کوچونه، فرشونه او نور اړین وسایل شامل دي، چې په برابرېدو سره یې په یاده لېسه کې مناسب اداري چاپېریال رامنځته شوی دی.
