په پکتیا کې د یوه ښوونځي لپاره مجهزه کمپیوټرخونه جوړه شوه
د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ کوهسین لېسې زدهکوونکو ته د کمپیوټري زدهکړو پیاوړتیا او د عصري ښوونیزو اسانتیاوو برابرولو په موخه، د سیمهییزو خلکو په همکارۍ د ۲۲۰ زره افغانیو په لګښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه او د برېښنا سیسټم جوړ او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغې کمپیوټرخونې د تجهیز لپاره ۱۲ کمپیوټرونه، ۱۵ کمرې، دوه لویې پردې، پنځه د ۵۸۰ واټه لمریزې تختې، اته مېزونه، ۱۳ درېکسیزې څوکۍ او نور اړین وسایل او تجهیزات برابر شوي دي.
