په پغمان کې د زدهکوونکو علمي سیالي او نندارتون جوړ شو
د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند په خواجه مسافر لېسه کې د ۱۱ اما/رتي او خصوصي ښوونځیو د زدهکوونکو ترمنځ علمي سیالي او نندارتون جوړ شو، چې ۱۵۰ علمي او ساینسې پروژې پکې نندارې ته وړاندې شوې.
په یادو پروژو کې د راکټ، ټانک، کاليو مینځلو ماشین، برقي جارو، د اوبو ګرموونکي او نورو ګټورو وسایلو او طرحو جوړول شامل وو، چې د زدهکوونکو د علمي زدهکړو، عملي تجربو، خلاقیت او نوښت څرګندونه کوي.
