د پوهنې وزارت د مرکزي دارالعلومونو له آمرینو سره د همغږۍ او تجربو شریکولو غونډه جوړه شوه

media-moe
Mon, Oct 12 2026 11:51 AM
2

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت د دارالعلومونو ریاست له لوري، د مرکزي دارالعلومونو له آمرینو سره د همغږۍ او تجربو شریکولو په موخه غونډه د دارالعلومونو د رئیس محترم الحاج مولوي عبد القدوس قدوسي په حضور کې جوړه شوه.
د یادې غونډې موخه د دارالعلومونو د کیفیت لوړول، د هغوی د عملیاتي پلانونو معیاري تطبیق او په اړوندو چارو کې د لا ښې همغږۍ رامنځته کول وو. 
ګډونوالو په دې غونډه کې خپل نظرونه، وړاندیزونه او تجربې له یو بل سره شریکې کړې.
همدارنګه، په غونډه کې د ښوونیز نصاب پر تطبیق، د ځینو دارالعلومونو د لیلیو اړوندو ستونزو، زده‌کوونکو ته د قرطاسیې او نورو اړینو توکو پر وخت برابرولو، د زده‌کوونکو د وړتیاوو لوړولو، د علمي سفرونو تنظیم او د ساینسي علومو د تدریس لپاره د زمینې پر برابرولو او پراختیا بحث او نظرونه تبادله شول.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS