په هرات کې یو شمېر ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه
د هرات ولایت د ادرسکن، کرخ، کشک کهنه، چشت شریف او اوبې ولسوالیو د ساینس او ریاضیاتو ۱۰۳ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو په حضور کې پیل شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني، د دغې برنامې د پرانیستې پر مهال د ښوونکو د مسلکي وړتیا لوړول مهم وبلل او ویې ویل: « د دغه شان روزنیزو پروګرامونو جوړول د ښوونکو د تدریسي مهارتونو په پیاوړتیا، د زدهکړو کیفیت په ښهوالي او د هغوی د عملي وړتیاوو په لوړولو کې اغېزناک رول لري.»
همدارنګه نوموړي په ښوونځیو کې د ساینسي مضمونونو د ازمېښتوني تجربو پر مهال د معیاري او عملي تدریسي لارو چارو پر کارولو ټینګار وکړ.
