د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي په پروان کې د درېیو ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه

media-moe
Mon, Oct 12 2026 3:16 PM
12

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي پروان ولایت ته د یوه ورځني سفر په ترڅ کې د پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د پوهنې وزیرمحترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د اسلامي زده‌کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت‌الله آخندزاده، د مالي او اداري چارو معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، د وزارت ستر سلاکار محترم مولوي عبدالقیوم آغا (پاچا صاحب)، د مدارسو او دارالحفاظونو لوی رئیس محترم مفتي محمدیوسف ثاقب، د استعدادونو ارزونې رئیس محترم مفتي عبدالولي سداد، د اړوندو ولایتونو پوهنې رئیسانو، د پروان والي محترم شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور، د علماوو شورا رئیس، ګڼ شمېر نورو مسوولینو او علماءکرامو ګډون درلود.
د غونډې پر مهال ویناوالو د دیني زده‌کړو پر اهمیت، د مدارسو او دارالحفاظونو د کیفیت پر لوړولو، د زده‌کوونکو پر فکري روزنه، د ښوونیز نصاب پر سم تطبیق او د تعلیمي بهیر لاښه‌والي لپاره د مسوولینو پر ګډې همکارۍ اوهمغږۍ خبرې وکړې.
لومړی د پوهنې محترم وزیر، د دیني او ساینسي علومو د زده‌کړې پر اهمیت ټینګار وکړ او له مهتممینو یې وغوښتل چې د دواړو برخو د زده‌کړو د پراختیا لپاره جدي هڅې وکړي.
ورپسې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو محترم معین، د مدارسو او دارالحفاظونو د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل. 
نوموړي وویل: « اوسمهال په ملک کې ۹۲ زره استادانو ته په مدارسو او دارالحفاظونو کې معاش ورکول کېږي، ۳ میلیونه او ۶۰۰ زره کسان په دغو بنسټونو کې زده‌کړې کوي او د عالیقدر مشرتابه د شفقت او همدردۍ له مخې ۵۰۰ لیلیه‌لرونکې مدرسې رامنځته شوې دي. »
نوموړي د مشترکو ازموینو د شفافې اخیستنې او علمي سیالیو جوړولو یادونه هم وکړه.
دغه راز د پوهنې وزارت د مالي او اداري چارو محترم معین، د شرعي نصوصو او تاریخي بېلګو په رڼا کې د ادارې، نظم او مدیریت پر اهمیت تفصیلي خبرې وکړې.
په ورته مهال د پوهنې وزارت د استعدادونو د ارزونې محترم رئیس، د مدارسو د نصاب، د مهتممینو او استادانو د مسوولیتونو او د تدریس د کیفیت پر لوړولو ټینګار وکړ.
په ورته وخت کې د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو محترم لوی رئیس، د مدارسو په فکري رغښت کې د بنسټیز رول یادونه وکړه او له مهتممینو یې وغوښتل چې د زده‌کوونکو فکري روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په پای کې د پروان محترم والي، د پوهنې وزارت د مشرتابه له هڅو ستاینه وکړه او د پوهنې په برخه کې یې د خپل مسوولیت د ادا کولو ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS