د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې ښوونکو لپاره اصلاحي او روزنیزو برنامه جوړه شوه

media-moe
Mon, Oct 19 2026 10:25 AM
xcxcbvxc

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت او د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د ياد رياست د رٸيس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري او مسوولينو په حضور کې د کابل ښار يو شمېر ښوونکو ته یو ورځنۍ علمي، اصلاحي او روزنیزه برنامه جوړه شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت رئیس او مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، د جماعت د لمانځه د ارزښت، فضیلت او د مسلمانانو په فردي او ټولنیز ژوند کې د هغو د مهم رول په اړه د هر اړخیزې وینا ترڅنګ، د جماعت د لمانځه پر دیني او ټولنیزو ګټو رڼا واچوله او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې د یاد مهم شرعي اصل د عملي کېدو، ترویج، پیاوړتیا او د لمانځه د ادا کولو لپاره د مناسب چاپېریال په رامنځته کولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.
همدارنګه، د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق، په اسلامي نظام کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مقام او اهمیت په اړه خپل علمي مطالب له ګډونوالو سره شریک کړل.
د غونډې په دوام، یو شمېر ګډونوالو په سالمه ښوونه او روزنه کې د ښوونکي د مسوولیت او رول، د نبوي سیرت او صورت د ارزښت او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه خبرې وکړې او اړوند موضوعات یې له علمي او دیني اړخ څخه تشرېح کړل.
دغه راز هغوی څرګنده کړه، چې د ښوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا، د ښو اخلاقو دودول او په ورځنیو دندو کې د اخلاص، امانتدارۍ او مسوولیت‌پالنې رعایتول د ښوونې او روزنې د کیفیت په لوړولو کې بنسټیز اهمیت لري.
ياده پرتمينه غونډه د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست د مدرس محترم مفتي محمد ذاکر محمد لخوا په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sun, Oct 18 2026 2:25 PM
Background image

Minister of Education and Accompanying Delegation Visit the Directorate of Standardized Examinations and Educational Outcomes Assessment

The Minister of Education, the Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, accompanied by the Deputy Minister for Islamic Education, the Honorable Karamatullah Akhundzada, and the Deputy. . .

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS