په کاپیسا کې یوې مدرسې ته ۱۱ بسوې ځمکه وقف شوه
د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ عطرالنساء دیني مدرسې د ساحې پراختیا په موخه، درېیو پوهنېدوسته کسانو هر یوه محترم نصیر احمد، محترم محرابالدین او محترم عبدالجمیل، یادې مدرسې ته شاوخوا ۱۱ بسوې ځمکه وقف کړې ده.
