بغلان ولایت کې د ۸۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۲۰ بابه ښوونځیو ودانۍ بیاورغول شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۹:۱۵
6546

د بغلان ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي سید حفیظ الله معتصم بالله، په یاد ولایت کې د ۲۰ بابه ښوونځیو د بیارغونې چارې له بشپړېدو وروسته پرانیستې.
په دغو ودانیو ټولټال ۸۰ مېلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د یوې همکارې ادارې له مالي مرستې څخه تمویل شوې او په پایله کې یې د سلګونو تنو زده‌کوونکو لپاره خوندي او مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شوی دی.
د بغلان پوهنې رئیس د نهرین ولسوالۍ د ۱۰ بابه ښوونځیو د پرانیستلو په مراسمو کې د یادې مرسته کوونکې ادارې له ملاتړ څخه مننه وکړه او د ښوونځیو له کارکوونکو، په ځانګړې توګه له زده‌کوونکو څخه یې وغوښتل چې د ښوونځیو د ودانیو او تجهیزاتو ساتنې او پالنې ته جدي پام وکړئ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS