داوطلبۍ اعلان

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۵۱
fewd

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې ریاست د ۴ بابه کانټینونو لپاره د بیا داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي:
همدارنګه په بګرامي ولسوالۍ کې د دارالعلومونو ۷ بابه کانټینونه د ۱۸۰۰۰ افغانیو په کرایې سره چې هر یو یې ۲۵ متره مربع مساحت لري. 
مرکزي دارالعلوم  په دویمه ناحیه کې په ۱۰۰۰۰ افغانیو کرایې سره؛
د ابوبکر صدیق «رضی الله عنه» عالي دارالعلوم چې په څلورمه ناحیه کې موقعیت لري، په ۳۰،۰۰۰ افغانیو کرایې سره؛
د بي بي عایشه «رضی الله عنها» دارالعلوم چې پنځمه ناحیه کې موقعیت لري، په ۱۲۰۰۰ افغانیو کرایې سره، 
په ۸ ناحیه کې د افغان عالي دارالعلوم په ۵۵۰۰ افغانۍ کرایې سره؛
د کابل عربي عالي دارالعلوم  په ۱۱مه ناحیه کې په ۱۵۰۰۰ افغانیو کرایې سره؛
او د حاجي چمن دارالعلوم  په ۱۱مه ناحیه کې په ۶۵۰۰ افغانیو کرایې سره؛
ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې غواړي، پورته کانټینونه کرایه کړي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه وروسته د ۱۴ ورځو په اوږدو کې د لوړو زده کړو وزارت ته مخامخ
 په کارته 4 کې د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې ریاست ته وسپاري، شرط‌پاڼه کتلی شئ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال په رسمي ډول پیل شو

د ملک په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو چارواکو، د افغانستان ا/سلامي ا/مارت د کابینې یو شمېر غړو، مېلمنو، علماءکرامو، استادانو، ښوونکو، زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS