دغزني ولايت د پوهني رياست يوشميرکارکونکو ته، د کانکور د آمادګۍ روزنه ورکړل شوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۲ - ۱۱:۵۶
دغزني ولايت د پوهني رياست يوشميرکارکونکو ته، د کانکور د آمادګۍ روزنه ورکړل شوه

دپوهنې وزارت_غزني: دغزني ولايت لېسو مسوولينو ته او سر ښوونکو ته د کانکور ازموینې له پروسې سره د زده کوونکو د بلدېدو په موخه روزنه ورکړل شوه.
دغه روزنه د ازموينو ملي ادارې ورکړه، چې موخه یې د کانکور د راتلونکي ازموینې له اصلي بهیر سره د زده کوونکو بلدول او چمتو کول دي. 
په یاده روزنه کې د پوهني رياست ځينو کارکوونکو په ګډون د ښوونځیو مسوولينو او سر ښوونکو ته د کانکور ازموینې د پروسې په اړه اړینې لارښوونې او معلومات ورکړل شول. 
د يادولو وړده، چې ډېر ژر به د روزل شویو مدیرانو او سرښوونکو له خوا د کانکور ازموینې ګډونوالو ته د کانکور د آمادګۍ پروګرامونه په لاره واچول شي.
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS