د اروزګان ولایت دیني مدارسو مدیرانو لپاره د اداري اسنادو لارښود سیمینار جوړ شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۲۷
25

د اروزګان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو مدیریت له خوا، د یاد ولایت د دیني مدارسو مدیرانو او مهتممینو لپاره "د دیني مدارسو د مدیرانو او مامورینو لپاره د ځانګړو اداري مکاتیبو لارښود" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار ترسره شو.

په یاد پروګرام کې به ګډون‌والو ته د اداري اسنادو او مکاتیبو ډولونه، فورمې، جوړښت او د مکاتیبو لیکلو طریقې په څېر موضوعات تدریس شي.

دارورګان ولایتي مسئولینو د یاد پروګرام هرکلی وکړ او دا یې د تعلیمي چارو په پرمختګ، د ټولنې د زیربناوو د پراختیا او ودې لپاره مهم او ارزښتناک وباله.

د یادونې وړ ده چې ګډون‌والو د دې پروګرام څخه تود هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دا به په راتلونکي کې هم دوام ومومي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند صدیقي شهید لېسې د نوې ودانۍ  جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
دغه پروژه د یادې ولسوالۍ د کره کلي علم‌پرور شخصیت عبدالقدوس د محمدشریف شریفي زوی، په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ له ۱۵۰ تنو څخه زیاتو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ښوونکو ته روزنیزې غونډې ترسره شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه روزنیزې غونډې به د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني،  روزنيزو او څارنيزو فعاليتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې بېلابېلې مهمې کړنې ترسره کړې، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
. . .

BACK TO NEWS