د افغانستان.ا.ا. پوهنې محترم وزیر د کابل ښار دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانویه مرحلو د مشترکو ازموینو ګډون‌والو ته په خطاب کې:

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۰:۴
hg

"د دیني او عصري زده‌کړو پیاوړتیا د پوهنې وزارت له لومړیتوبونو څخه ده"

د افغانستان.ا.ا. د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا، د مرکزي ریاستونو د مسئولینو په ملتیا، د کابل ښار شپاړس‌ګونو ښوونیزو ناحیو د مدارسو د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو مشترکو ازموینو څخه د څارنې او ارزونې په موخه، حبیبیې لېسې ته لاړ او هلته یې د ازموینو پروسه له نږدې وڅارله.
نوموړي د کابل ښار دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانویه ازموینو څخه د لیدنې پرمهال، د ازموینې د ترتیب اصول په دقیق او علمي ډول وارزول او د چارواکو له هڅو څخه یې د ستاینې ترڅنګ، په ازموینه کې د روڼتیا او تعادل په اړه اړینې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې، د دیني او عصري زده‌کړو پیاوړتیا د پوهنې وزارت له لومړیتوبونو څخه ده.
د یادونې وړ ده چې د پوهنې محترم وزیر پورته ذکر شوې لېسې ته د داخلېدلو پرمهال، د مسئولینو او ښوونکو له تود هرکلي سره مخامخ شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS