د بانک له لارې ښوونکو ته د معاشونو د ورکړې لړۍ پيل شوه
پوهنې وزارت، بادغیس : د بادغیس ولایت د جوند او بالا مرغاب ولسوالیو د اداري کار کوونکو ، ښوونکو او پوهنې امریتونو د کارکوونکو معاشونه به وروسته له دې د بانک له لارې ويشل کيږي په دې موخه د عزيزي بانک يوه څانګه د نوموړي ولایت والي حسام الدین شمس، د پوهنې رئيس او مسوولینو، د دولتې ادارو یو شمیر چارواکو، ښوونکو او د عزیزی بانک د استازو په شتون کې پرانیستل شوه.
د پرانیستې مراسمو په جریان کې ، ۴۷۷ کارکوونکو او ښوونکو ته د بانک کارتونه وویشل شول ، چی د روان کال د وري میاشتې څخه د عزیزی بانک له لوري معاشونه ترلاسه کړي.
هيره دې نه وي، چې د دغه ولایت په څلورو اداري واحدونو (قلعه نو ، قادس او ابکمري ولسوالیو) کې د بانک له لارې د کارکوونکي د معاشونو لړۍ په 1395 کال کې پلې شوې وه چې اوس دوه نورې ولسوالۍ هم په کې شاملې شوې.
