د بدخشان ولایت مسئولینو او ښوونکو لپاره د وړتیا لوړولو ورکشاپ جوړ شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۵:۳۲
586

د یوې تعلیمي همکارې ادارې په مالي ملاتړ " ذ اغېزمنې زده کړې او وړتیا لوړولو" تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د بدخشان ولایت زیباک ولسوالۍ د ښوونیزو مرکزونو له ۱۲۰ څخه زیاتو مسئولینو او ښوونکو لپاره ترسره شو، چې پکې ۱۴ تنه مدیران او سرښوونکي، د ښوونځیو شورا ۵۲ تنه غړي او د ښوونځیو ۶۲ تنه ښوونکي شامل وو.

د پوهنې چارواکو په خپلو ویناوو کې د اداري او تعلیمي چارو لا پراختیا او پرمختګ په پروسه کې د مسلکي کارکوونکو پر فعالانه رول ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS