د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه 

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۰:۳۱
584

د تعلیم القرآن په نوم دیني مدرسې ودانۍ چې د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ اړوند د وجن اوشنگان په کلي کې د ځایي خلکو په مالي ملاتړ جوړه شوې ده، د یمګان ولسوالۍ پوهنې مسٸولینو له خوا افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د مسٸولینو په وینا، دا مدرسه د سیمې د خلکو په مالي همکارۍ او د ٣ تنو استادانو د معاش برابرولو له لارې، د شاوخوا ۲۰۰ تنو زده‌کوونکو د زده‌کړې لپاره په دوه درسي وختونو کې جوړه شوې ده.
ياده ودانۍ په هغه ځمکه کې جوړه شوې چې ۶۵ متره اوږدوالی او ۳۵ متره پلنوالی لري او د خلکو له خوا ډالۍ شوې ده.
همدارنګه، د سیمې خلکو یوه بله ځمکه هم چې ۶۰ متره اوږده او ۷ متره پلنه ده، د ۲۰ دوکانونو د جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده، تر څو په راتلونکي کې د دغې مدرسې لګښتونه او اړتیاوې د همدې دوکانونو له عوایدو څخه تمویل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په لوګر ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ «انوارالعلوم» دیني مدرسې لپاره د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د سیمې علم‌پروره خلکو په ملاتړ د دوه میلیونه افغانیو لګښت سره کېښودل شوه.
د لوګر پوهنې مسوولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې له عالي کمال‌خېل لېسې سره د سیمې اوسېدونکو له لوري ۹ عدده سپینې تختې مرسته شوې.
د مسوولینو په وینا، د دغو تختو مالي ارزښت شاوخوا ۱۳۵۰۰ افغانۍ اټکل شوی دی.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست د مرکزي ودانۍ اړوند مرکز ګرمۍ لپاره د ۱۱ قلمه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون. . .

BACK TO NEWS