د بغلان د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د وړتیا لوړونې ورکشاپ جوړ شو
د پوهنې وزارت، بغلان: د پوهنې وزارت د بشري سرچینو د عمومي ریاست له لوري د بغلان ولایت د پوهنې ریاست ۵۰ تنو کارکوونکو ته د وړتیا لوړونې ۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ د ووموړي ریاست د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شو.
د بغلان د پوهنې رییس سید اسماعیل مجاهد د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو په خاطر د دې روزنیز ورکشاپ له جوړیدو خوښي څرګنده کړه او د دې ورکشاپ له ټولو ګډون کوونکو څخه یي وغوښتل چې له دې فرصت څخه پوره ګټه واخلي.
دغه پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ د پوهنې وزارت د بشري سرچینو د عمومي ریاست د ظرفیت جوړونې څانګې او د بغلان ولایت د پوهنې ریاست د بشري سرچینو مدیریت په همکاري جوړ شوی. چې د ورکشاپ ګډون والو ته به د ادارې او مدیریت، د فعالیت ارزونې، راپور ورکولو، پلان جوړونې او د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون په اړه روزنه ورکړل شي.
