د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه
بلخ
د چهاربولک ولسوالۍ پوهنې آمریت د ښوونځیو له آمرینو او مدیرانو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل، چې د غیر حاضرو زده کوونکو له والدینو سره اړیکه ونیسي او د زده کوونکو د ښې روزنې په برخه کې جدي کار وکړي.
په مزارشريف ښار کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي لېسې د ۴۴ تنو ښوونکو لپاره د ښوونکو د مسلکي ودې آمریت د روزونکو له خوا د ښوونکو د ظرفيتونو د لوړولو په موخه سيمينار پيل شو.
په مزارشريف ښار کې د ښوونځيو پر زده کوونکو د درسي کتابونو او کتابچو د وېش لړۍ د ياد ریاست د مسوولينو په حضور کې پيل شوه.
په بلخ ولايت کې د ابوريحان البيروني لېسې آمر محمد نعيم قريشي د سیمې د خلکو په مرسته د يادې لېسې ۲۰۰ له کاره لویدلي چوکۍ ترمیم کړې.
د مارمل ولسوالۍ پوهنې آمر د حضرت عمر فاروق (رض) له مدرسې څخه د ۱۶ تنو نارینه او ۳ تنه ښځینه فاصلانو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ او د موضوع په باب یې خبرې وکړې.
د دهدادي ولسوالۍ پوهنې آمر د يوه خصوصي ښوونځي د زده کوونکو د لاسي صنايعو په نندارتون کې ګډون وکړ او د يادې شوې لېسې د زده کوونکو له نوښت څخه يې مننه او ستاینه وکړه.
د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د ښوونیز وضعيت د ښه والي او د ښوونیزو ستونزو د حل په موخه د يادې ولسوالۍ پوهنې آمر ابو سهيل د تعلیمي څارنې له غړو او د ښوونځيو له مديرانو سره اداري ناسته وکړه او لازمې پرېکړې ته ورسېدل.
مهم خبر
د بلخ ولایت د تعلیمي څارنې غړو د زارع، شولګرې، بلخ او بندر حېرتان ولسوالیو له ښوونځیو څخه څارنه وکړه او د یادو ولسوالیو د ښوونځیو له مدیرانو او ښوونکو سره یې د درسي نصاب د کیفیت او د ښوونیزو چارو د ښه والي په باب خبرې وکړې.
