په جوزجان ولایت کې څو ترمیماتي پروژې پرانیستل شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۵۹
56212

په هغو مراسمو کې چې د پورته ذکر شویو پروژو د پرانيستې په موخه جوړ شوي وو، پکې د جوزجان ولایت والي محترم الحاج قاري گل حيدر شفق، پوهنې مسئولينو، د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت معين محترم مولوي شرف‌الدين مسلم ګډون درلود.
د مراسمو په پيل کې، د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت معين وويل:
«اسلامي ا.مارت د هېواد په ټولو ولايتونو، په ځانګړي ډول جوزجان ولايت کې د ښوونځيو بيارغونې او ترميم پراخ پروګرامونه په پلان کې لري، چې عملي کېږي.»
ورپسې د جوزجان پوهنې رئيس محترم مولوي لعل‌جان راشد، په خپلو خبرو کې وويل:« په یادو پروژو کې د ۴بابه ښوونځيو د احاطوي دېوالونو جوړول او د درزاب ولسوالۍ د تالبلاق ښوونځي ترميم چارې شاملې دي.»

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۱
Background image

په کابل ښار کې څه د پاسه ۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د کابل ښار اړوند تاجور سلطانه عالي لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ۴ میلیونه، ۹۳ زره او ۸۰۶ افغانیو په ټولیز لګښت، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته. . .

BACK TO NEWS