په جوزجان ولایت کې څو ترمیماتي پروژې پرانیستل شوې
په هغو مراسمو کې چې د پورته ذکر شویو پروژو د پرانيستې په موخه جوړ شوي وو، پکې د جوزجان ولایت والي محترم الحاج قاري گل حيدر شفق، پوهنې مسئولينو، د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت معين محترم مولوي شرفالدين مسلم ګډون درلود.
د مراسمو په پيل کې، د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت معين وويل:
«اسلامي ا.مارت د هېواد په ټولو ولايتونو، په ځانګړي ډول جوزجان ولايت کې د ښوونځيو بيارغونې او ترميم پراخ پروګرامونه په پلان کې لري، چې عملي کېږي.»
ورپسې د جوزجان پوهنې رئيس محترم مولوي لعلجان راشد، په خپلو خبرو کې وويل:« په یادو پروژو کې د ۴بابه ښوونځيو د احاطوي دېوالونو جوړول او د درزاب ولسوالۍ د تالبلاق ښوونځي ترميم چارې شاملې دي.»
