د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۹:۲۲
د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه

د بلخ ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهیدخېل د ۱۴۰۲ هـ .ل کال لپاره د ښوونیزو بنسټونو د احصایوي راپورونو د مهمو فورمونو د زده کولو په ویډیويي کنفرانس کې چې د الحاج مولوي عبدالخالق صادق تر څارنې لاندې جوړ شوی و ګډون وکړ.
 د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین د ښوونځیو د شمېر، د ښوونکو او زده کوونکو، د ښوونځیو د شته وسایلو او نورو مهمو احصایوي چارو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

د بلخ ولایت د سواد زده کړې د آمریت مسؤلینو او کارکوونکو د مزارشریف ښار او دهدادي، چهارکنت، چمتال، شورتپې، کشنده، چهاربولک دولت آباد، شولګرې او مارمل ولسوالیو کې د سواد زده کړې د ټولګیو د ښوونیزو فعالیتونو د څارنې په پروګرام کې ګډون وکړ.
نوموړو په دې کاري سفر کې د ښوونیزو چارو د ښه والي په موخه د یادو ټولګیو له مدیرانو او ښوونکو سره لیدنه او کتنه وکړه.

د بلخ د تعلیمي څارنې غړو په مزارشريف ښار کې د خصوصي ښوونځيو د کمپيوټر او لابراتوار له درسي خونو څخه ليدنه وکړه.

د بلخ ولايت د ښار او د دهدادي ولسوالۍ د ښوونځيو ترمنځ د پسرلنيو سياليو په دوام کې د قاضي حميدالدين لېسې د واليبال لوبډلې د مقصد الله شهيد لېسې ته په ۲-۰ ماتې ورکړه.

د بلخ ولسوالۍ د پوهنې آمر د پاملرنې مؤسسې له شپږ ورځني سيمينار څخه، چې د يادې ولسوالۍ د سيمه ييزو ښوونيزو ټولګيو د ښوونکو د ظرفيت لوړونې په موخه جوړ شوى و، ليدنه وکړه.

د بلخ د پوهنې رياست د څارندوی عمومي مديريت د دغه ولايت د استقلال لېسې د څارندوی ټيم له فعاليتونو څخه څارنه وکړه.
چند خبر مختصر از ریاست معارف ولایت بلخ

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۰
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوې مدرسې  لپاره یو محراب جومات جوړېږي

د سیمې د خلکو له لوري، د پکتیکا ولایت په وزي ځدراڼ ولسوالۍ کې د نورالعلوم دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات د۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې د جوړولو چارې یې تر پنځوس سلنه پورې بشپړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۵
Background image

په لوګر ولایت کې یو باب ښوونځي لپاره د لمریزې برېښنا او اوبو رسولو سیسټمونه فعال شول

د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند آببازک منځني ښوونځي لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم او د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکه نصب او فعاله شوه، چې شاوخوا ۴۳ زره او ۵۰۰ افغانۍ لګښت پرې راغلی او یاد. . .

BACK TO NEWS