د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۶ - ۱۰:۲۳
فعالیت های ریاست معارف بلخ در چند خبر

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د کارکوونکو په استازیتوب د بلخ ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او د یونیسف ادارې سیمه ییزو کارکوونکو ته په همدې ولایت کې د درسي کتابونو د وېش په باب یو ښوونیز سیمینار جوړ شو.
په دې سیمینار کې د درسي کتابونو د ترلاسه کولو، د کتابونو تخنیکي چک، په دې ولایت کې ښوونځیو ته د 1.4 میلیون ټوکه درسي کتابونو د وېشلو طرزالعمل، د کتابونو د وېش بهیر د ګړندۍ کولو لپاره د ځانګړو ټیمونو جوړول، د فورمو چمتو کول او د کتابونو د ځای پر ځای کولو او نورو اړینو مسایلو په  باب معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د افغانستان لپاره د ترکیې د سیمه ییزو کلتوري مرستو بنسټ یا TIKA دفتر د بلخ پوهنې ریاست ته ۱۴۰ میزونه او څوکۍ ورکړې.
مرسته شوي توکي د دغه ولایت د پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوي په حضور کې د استقلال او پروین شمس لېسو مدیریتونو ته وسپارل شول.

د بلخ ولايت د دهدادي ولسوالۍ د تعلیمي څارنې آمر مولوي نقيب الله مخلص د شهيد بلخي لېسې له اداري او تدريسي چارو څخه ليدنه وکړه او مسوولينو او ښوونکو ته يې لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS