د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۸ - ۹:۲۱
د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه

بلخ

د بلخ والي الحاج محمد یوسف وفا د سیمه ییزو ادارو له مسوولینو سره د کتنې پر مهال د دغه ولایت د پوهنې ریاست له کړنو او په ځانګړې توګه ښوونځیو ته د درسي کتابونو د رسولو د بهیر د پیل په باب خوښي څرګنده کړه.
له بلې خوا د ياد ولايت د پوهنې رئيس مولوي عبدالجليل شهیدخېل د بلخ ولايت له مشرتابه څخه د مننې په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې د بلخ ولايت د پوهنې د ودې او پرمختګ په برخه کې به ډېرې هڅې وکړي.

له همدې ولایت څخه یو بل خبر.

د چاهي ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي محمد ياسين حقاني د يادې ولسوالۍ د تعلیمي څارنې له غړو سره د چاهي د مرکزي لېسې له ښوونيزو فعاليتونو څخه څارنه وکړه.

سرپل

په سرپل ولایت کې د الجهاد ولسوالۍ د سیمې د خلکو د غوښتنو پر اساس مجر منځنی ښوونځی عالي لېسې ته ارتقاء وکړه.
د سرپل ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد رحماني د دغه ښوونځي د ارتقاء له امله د مبارکۍ او خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې د سیمي له خلکو وغوښتل چې له دغه فرصت څخه په ګټې اخیستنې خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي.
 له بلې خوا د سيمې اوسېدونکو ژمنه وکړه، چې خپل ماشومان به ښوونځیو ته استوي او د پوهنې د پرمختګ په برخه کې به ګړندي ګامونه واخلي.

فراه

په دې وروستیو کې مولوي محمد اخلاص د فراه ولایت د پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې د آمر په توګه وټاکل شو او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د اړوندې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
 د دغه ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه پلاوي د مخکني آمر مولوي خان محمد مستغفر د صادقانه خدمتونو ستاینه وکړه او نوي ټاکل شوي آمر ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.

بغلان

 د بغلان ولايت د جلګې ولسوالۍ د پوهنې آمر وايي : هغه کتابچې او ښوونيز توکي چې څه موده وړاندې د يونيسف د سيمه ييز دفتر له خوا ورکړل شوي وو، د دې ولسوالۍ د ښوونځيو پر زده کوونکو ووېشل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو او لاسته راوړنو اوونیز راپور

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د کابل ښار د پینځمې، شپږمې او دیارلسمې ښوونیزو ناحیو اړوند ناهید شهید، محمد اسماعیل حسن‌زي، سردار محمد داود خان، نازو انا، بي پي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۸۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

د پنجشېر ولایت درې ولسوالۍ اړوند خواجه عبدالعزیزمنځني ښوونځي لپاره، د همدې ولسوالۍ د یو معارف‌دوست شخصیت حاجي میرویس بهزاد لخوا د ۵۰ زره افغانیو په لګښت درسي کتابونه برابر شوي دي.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۰
Background image

په غور ولایت کې د ۳ولسوالیو پوهنې آمریتونو لپاره د نویو ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیون او ۶۵۰ افغانیو په لګښت، د غور ولایت دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو پوهنې آمریتونو د نویو ودانیو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج. . .

BACK TO NEWS