د جلال آباد ښار د بي بي زینب عالي لېسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار اړوند د بی بی زینب عالي لیسې نوې ودانۍ د یولړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پرانیستې په مراسمو کې د جمهور رییس ستر سلاکار او ننګرهار والي ضیا الحق امر خیل په خپلو خبروکې وویل د معارف په ډګر کې دابادۍ په نیت د یوې خښتې ایښودل د ټول وطن د ابادۍ په مانا ده.
ننګرهار والي د دې لېسې زده کوونکو ته د نوي تعمیر جوړیدو مبارکي ورکړه او د یادې لېسې له زده کوونکو وغوښتل چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د ننګرهار پوهنې رییس حسیب الله شینواري وویل د بي بي زینب لېسې نوې ودانې د دوست هیواد هندوستان په نېږدې اتلس ملیونه افغانۍ مرسته په درې پوړونو کې جوړه شوې چې ۲۰ درسي خونې، لابراتور، کمپیوټر خونې ،۴ ادارې خونې، د زده کوونکو لپاره میز او څوکۍ او نور اړین ملحقات لري چې په جوړیدو سره به د دغه لېسې د زده کوونکو دسرپنا ستونزه هواره شي.
د بي بي زینب عالي لېسه نږدې ۶۰۰۰ زده کوونکي لري چې د سرپنا د نشتوالي له امله یې د ٪۶۹ ټولګیو زده کوونکو تر شنه آسمان لاندې زده کړې کولې، چې د دې تعمیر په جوړیدو به یې ستونزه حل شي.