د خیبر پښتونخوا تعلیمي اتشې د فعالیتونو په اړه لنډ راپور

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۵:۵
21

د بهرنیو تعلیمي ادارو لپاره د پوهنې وزارت د ښوونیزو پروګرامونو په چوکاټ کې د خیبر پښتونخوا تعلیمي اتشې د ۱۴۰۳ لمریز کال د دویمې ربعې له پیل راهیسې ۱۸۶ عدده سه پارچه مکتوبونه خپاره کړي دي، تر څو هېواد ته د راستنېدونکو زده‌کوونکو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

همدارنګه په خیبر پښتونخوا کې د یاد وزارت اتشه محترم الحاج مولوي نورالله نعمان د دارالهجرت تعلیمي مرکزونو څخه د خپلو رسمي سفرونو په جریان کې د پورته ذکر شویو ادارو د تعلیمي بهیر ارزونه وکړه او د چارواکو، ښوونکو او افغان کډوالو زده‌کوونکو ستونزې او وړاندیزونه یې د پوهنې وزارت مشرتابه سره د هغوی د ستونزو حل په موخه شریک کړل.

دغه راز د خیبر پښتونخوا د پوهنې اتشه دفتر د مدارسو استادانو او د هغو ښوونځیو ښوونکو ته چې هیواد ته راستنیږي، د دوی د خدمت دورې تثبیت لپاره مکتوبونه خپاره او په رسمي ډول یې د اړوندو مدارسو مدیران چې غواړي خپل الحاقیه مدارس افغانستان ته انتقال کړي، د اصولواو کړنلارې سره سم پوهنې وزارت ته ورپېژندلي دي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستاني ښوونځیو څخه افغان فارغان د دوی د تحصیلي کچې تر آزموینې وروسته مناسبو ټولګیو ته معرفي کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست  لپاره د ۱۱ قلمه قرطاسیه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ کړنو ته لنډه کتنه

۱. غزني: د غزني ولایت پوهنې ریاست د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مرکز او زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۵
Background image

په اروزګان ولایت کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش پیل شو

په اروزګان ولایت کې ۵۵ زره او ۹۰۷ تنه زده‌کوونکو او ۱ زره، ۳۹۸ تنه ښوونکو ته قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولينو په وینا، په دغو مرستو کې د زده. . .

BACK TO NEWS