د دارالهجرت په شمول د مدارسو د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو مشترکې ازموینې پیل شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۴۵
5151

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له پلان سره سم، د ۱۴۴۷ هـ ق کال، رجب المرجب میاشتې په ۶ مه شنبې ورځ، د دارالهجرت په شمول د مدارسو د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو مشترکې ازموینې په ټول ملک کې په یو وخت پیل شوې.
د اسلامي زده‌کړو معینیت د مسئولینو په وینا، د یادو ازموینو بشپړ چمتووالي، روڼتیا ډاډمنولو، نظم او ډسپلین څخه په جدي توګه څارنې لپاره، د پوهنې وزارت اسلامي زده‌کړو معینیت له منسوبینو څخه جوړ شوی پلاوی لا دمخه ولایتونو ته لېږل شوی، ترڅو د پورته ذکر شویو ازموینو پرمختګ د ولایتونو له پوهنې مسئولینو سره په ګډه وڅاري.
د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه راپورونه ښیي چې، د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانویه مرحلو مشترکې ازموینې، د اسلامي زده کړو معینیت مسئولینو او د پوهنې ریاستونو د نورو چارواکو او استادانو د پلاوي په حضور کې، له ټاکل شوي مهال وېش سره سم د شنبې په ورځ، د رجب المرجب په ۷مه، سهار ۹:۰۰ بجې، په داخلي مدارسو کې او په دار الهجرت مدارسو کې د سهار په ۹:۳۰ بجې پیل او روانې دي. 
د پوهنې چارواکو د یادو ازموینو له صحنو څخه د لیدنې او څارنې پرمهال، په ازموینه کې د عدالت په اړه خبرې وکړې او ګډون‌والو ته یې د ازموینې د بشپړې روڼتیا ډاډ ورکړ او له هغوی یې وغوښتل چې د ازموینې ترتیب او اصول مراعات کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS