د دایکنډي ولایت د اداري مدیریت لاښه‌والي لپاره د ۳۸۳۵ تنو ښوونکو د اسنادو او سوابقو برېښنایي کډ جوړ شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۶:۶
25

د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست خبر ورکوي ​​چې د ۳۸۳۵ تنو ښوونکو د اسنادو او سوابقو برېښنایي کډ کولو له لارې یې د اداري چارو د اسانتیا او د اسنادو د خرابېدو او ضایع کېدو مخنیوي لپاره یو مهم ګام پورته کړی دی.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دا پروسه، چې د یادې ادارې د ګمارنې مدیریت د سوابقو څانګې لخوا پیل شوې وه، د دوه نیمو میاشتو دوامداره کار وروسته بشپړه شوه.

په دې نوي سیسټم کې، د هر ښوونکي لپاره ځانګړي کډونه تعریف شوي او معلومات د ولسوالیو له مخې په برېښنایی ډیټابیس کې ذخیره شوي دي.

د پوهنې ولایتي مسئولین وایي چې له دغه اقدام څخه یې اساسي موخه اداري نوښت، معلوماتو ته چټک لاسرسی، د انساني غلطیو کمول او د ښوونکو د فایلونو په مدیریت کې د روڼتیا زیاتوالی دی.

د یادولو وړ ده چې همدغه اقدام د پوهنې وزارت د جامع پروګرامونو یوه برخه ده، چې د بشري سرچینو مدیریت سیسټم عصري کولو او اداري خدماتو کیفیت لوړولو کې مهم نقش لري او تمه کېږي چې دا پلان به د ښوونکو د اسنادو د مدیریت په برخه کې ننګونې د پام وړ کچې ته راکمې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست  لپاره د ۱۱ قلمه قرطاسیه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ کړنو ته لنډه کتنه

۱. غزني: د غزني ولایت پوهنې ریاست د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مرکز او زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۵
Background image

په اروزګان ولایت کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش پیل شو

په اروزګان ولایت کې ۵۵ زره او ۹۰۷ تنه زده‌کوونکو او ۱ زره، ۳۹۸ تنه ښوونکو ته قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولينو په وینا، په دغو مرستو کې د زده. . .

BACK TO NEWS