د دایکنډي ولایت کې د ښوونځیو کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړولو ورکشاپ پیل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۵:۲۶
626

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ پوهنې آمریت تر څارنې لاندې د مدیرانو، ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړولو شپږ ورځنی ورکشاپ نن د دغې ولسوالۍ پوهنې آمریت چارواکو په حضور کې پرانیستل شو.

د پلان شوي پروګرام له مخې، دغه روزنیز پروګرام چې شپږ ورځې به دوام وکړي، د اشترلي ولسوالۍ د صنفي اصولو ټولګیو ۷۸ تنه ښوونکي، ۱۲ تنه آمرین او مدیران، ۱۲ تنه سرښوونکي او د ښوونځیو شوراګانو ۴۸ تنه غړي به ترې ګټه پورته کړي.

د یاد ورکشاپ موخه د مسلکي وړتیاوو لوړول، د تدریسي مهارتونو ښه‌والی او په ښوونځیو کې د تعلیمي مدیریت پیاوړتیا ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۱
Background image

په کابل ښار کې څه د پاسه ۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د کابل ښار اړوند تاجور سلطانه عالي لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ۴ میلیونه، ۹۳ زره او ۸۰۶ افغانیو په ټولیز لګښت، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته. . .

BACK TO NEWS