د سرپل ولایت د پوهنې علمي - ادبي انجمن فعالیت پیل کړ
پوهنې وزارت، سرپل: د سرپل ولایت د علمي- ادبی انجمن پرانیستغونده کې د پوهنې ریاست رئیس او چارواکو، مرستیال والي عبدالمالک عظیمي، د ولایتي شورا وکیل عنایت الله مصمم ، د دولتي ادارو یو شمیر رئیسانو، علمي او فرهنګي شخصیتونو ګډون درلود.
په پیل کې ، د سرپل ولایت د پوهنې رئیس احمد خان بیګزاده میلمنو د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، وویل: د دې انجمن جوړولو موخه دا ده چې د زده کوونکو وړتیا لوړه شي او استعدادونه یې وپنځیږي، همداراز د دې اتحادیې په چوکاټ کې د هنر خونه ، مجله ، یوه ورځپا نه او د ښوونځي زده کوونکو ترمینځ سیالۍ، په پام کې نیول شوي دي.
همداراز دا انجمن به د شعر ویلو، کیسې ویلو، مقالې لیکلو او لیکلوالي برخو کې فعالیت کوي او ترڅنګ یې د نقاشۍ ، خطاطۍ ، لاسي صنایعو ، مجسمې جوړولو برخو کې هم کار کوي
وروسته مرستیال والي او د ولایتي شورا وکیل د پوهنې ریاست کړنې او نوښتونه وستایل او دا یې د زده کونکو د وړتیا لوړونې او ودې لپاره خورا ارزښتناک ګام وباله.
د مراسمو په پای کې زده کوونکو خپل شعرونه، کیسې او مقالې د غونډې ګډون والو ته ولوستلې.
