د سواد زده کړې د ښه والي په برخه کې د بلخ د پوهنې ریاست فعالیتونه.

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۱ - ۹:۲۵
د سواد زده کړې د ښه والي په برخه کې د بلخ د پوهنې ریاست فعالیتونه.

بلخ
د شولګرې ولسوالۍ د تعلیمي څارنې آمر محمد عمر ظهیر او ورسره پلاوي په دې ولسوالۍ کې د شهید سمیع له منځني ښوونځي او د بي بي خدیجې لېسې له اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه وکړه، د زده کوونکو د هڅونې ترڅنګ یې د تدریس پر کیفیت ټینګار وکړ.

د ښاري حوزې د سواد زده کړې آمر نبيل احمد د مزارشريف ښار د پنځمې ناحيې د سواد زده کړې له ټولګيو څخه څارنه وکړه او د اړونده رياست ښوونکو ته يې لازمې لارښوونې وکړې.
 
د بلخ ولسوالۍ د سواد زده کړې آمر محمد عالم د يادې ولسوالۍ په امنيه قوماندانۍ کې د سواد زده کړې له څانګې څخه څارنه وکړه او له زده کوونکو سره يې د پوهنې د ښه والي په موخه خبرې وکړې.


د چهارکنت ولسوالی د سواد زده کړی مدیر میرفرید شاه په چهار محله کلي کې د سواد زده کړې د یوه ټولګي د تدریسی بهیر څخه څارنه وکړه او راپور یی له اړوند آمریت سره شریک کړ.

د شورتپې ولسوالۍ د سواد زده کړې آمر صفي الله د دې ولسوالۍ په يوه ښوونځي کې د سواد زده کړې له ټولګي څخه ليدنه وکړه.

د زارع ولسوالۍ د سواد زده کړې مدیر جهادوال په نوآباد کلي کې د سواد زده کړې له ټولګي څخه څارنه وکړه او ښوونکو ته يې لازمې لارښوونې وکړې.

د چهاربولک ولسوالۍ د سواد زده کړې مدیر فدا محمد د اورناغه او پورته شلخي په کلیو کې د سواد زده کړې د دوو ټولګیو تدریس چارې وڅارلې او د یادو ټولګیو ښوونکو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS