د عمومي زده کړو درسي کتابونو د مسودې په اړه د نظرغوښتنې شپږ ورځنۍ علمي برنامه پرانیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۵۱
zxzx

د پوهنې وزارت په نوښت، د عمومي زده کړو له اووم څخه تر نهم ټولګیو پورې د ساینس او ریاضیاتو د درسي کتابونو د مسودې منځپانګې ارزونې او پیاوړتیا په موخه، د نظرغوښتنې شپږ ورځنۍ علمي برنامه نن د پوهنې وزارت د مشرتابه، د ښوونیز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی ریاست مسوولینو، د ساینس مرکز مؤلفانو، علمي شخصیتونو، د کابل او ښوونې - روزنې پوهنتونونو د استادانو او همدارنګه د علومو اکاډمۍ د استازو په ګډون پرانیستل شوه.
د برنامې په پیل کې د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب رئیس محترم مفتي محمدحنیف شاکر، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ښوونیز نصاب پر ارزښت او رول هر اړخیزې خبرې وکړې.
نوموړي ښوونیز نصاب د پوهنيز نظام د ملا تیر وباله او له ټولو علمي او اکاډمیکو کادرونو يې وغوښتل، چې د نصاب د تنظیم، کمي او کیفیتي اړخونو لا پیاوړتیا په برخه کې له پوهنې وزارت سره خپل علمي او مسلکي نظریات شریک کړي.
ورپسې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معين محترم شیخ عبدالمالک حقاني، د خپلې وینا پر مهال د ښوونیز نصاب د بدلون، سمون او پرمختګ پر اړتیا رڼا واچوله او ویې ویل چې ښوونیز نصاب باید د ښوونې او روزنې دواړه اړخونه په متوازن ډول راونغاړي، ترڅو زده‌کوونکي د دیني او ساينسي علومو په رڼا کې د دنیا او آخرت د بریالیتوبونو جوګه وګرځي.
نوموړي زیاته کړه: «د ښوونیز نصاب اساسي موخه دا ده، چې ټولنې ته یو متعهد، دیندار، ژمن، بااستعداده او مسٸول نسل وړاندې کړي؛ داسې نسل چې د خپل هېواد د پرمختګ او هوساینې لپاره اغېزناک رول ولوبوي.»
په همدې حال کې، یو شمېر نورو علمي شخصیتونو، استادانو او مسوولینو هم د غونډې ګډونوالو ته ویناوې وکړې او د ښوونیز نصاب د تدوین، پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې یې د ورته علمي برنامو ترسره کېدل مهم او ارزښتناک وبلل.
دغه شپږ ورځنۍ علمي برنامه به د ساینس او ریاضیاتو د درسي کتابونو د مسودو د محتوا، جوړښت او علمي معیارونو د ارزونې ترڅنګ، د متخصصینو او اړوندو ادارو د رغنده نظریاتو په راټولولو سره د یادو کتابونو په لا بډاینه او معیاري کولو کې مهم رول ولوبوي.
غونډه د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم غلام ربي رباني په لنډې علمي وینا او مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۳:۱۶
Background image

د میدان‌وردګ پوهنې ریاست لپاره د نوې اداري ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د میدان‌وردګ ولایت پوهنې ریاست لپاره د یوې نوې اداري ودانۍ جوړولو چارې د بنسټ ډبرې په اېښودلو سره پیل شوې.
دغه درې پوړیزه ودانۍ د پوهنې وزارت له پراختیایي مېزانیې څخه د شاوخوا ۲۵. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۲:۱۹
Background image

فاریاب کې د ۲.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه قطعې ځمکه پوهنې ته وقف شوه

د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش او شیرین‌تګاب ولسوالیو معارف‌دوسته اوسېدونکو د ښوونې او روزنې ملاتړ په موخه، ۴ زره متره مربع ځمکه پوهنې برخې ته وقف کړه.
د یادو ځمکو ارزښت څه باندې ۲.۴. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۲:۱۳
Background image

بدخشان کې د یوه ښوونځي لپاره د دوو اداري خونو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ اړوند حق‌نظر لومړني ښوونځي لپاره د دوو نویو اداري خونو جوړولو چارې د بنسټ ډبرې په اېښودلو سره پیل شوې.
دغه اداري خونې پر دوه جریبه وقف شوې ځمکه جوړېږي، چې د. . .

BACK TO NEWS